Pashto
Är du utsatt för våld i en nära relation? - Pashto
آیاتاسی په نژدی اړیکو کی له تاوتریخوالی سره مخامخ یاست؟
په نژدی اړیکو کی تاوتريخوالي کیدای شی ډول ډول شیان وی. کله دا د ژوند یو شریک وی چه داسی چلند کوی. کله کله دا نور خپلوان وی. کیدای شی چه ماشومان د خپل پلار او مور سره داسی چلند کوی. خشونت کیدای شی هم روحی هم فزیکی او هم جنسی وی. دا داسی وی چه یو کس:
- تا ته کنځاوی یا بدی خبری کوی یا ته اوری چه ته بده او ستونزمنه یی
- تا ټیله کوی، وهی، په لغتو د وهی یا تا ته په کوم بل ډول زیان رسوی
- تا کنټرولوی او تا محدودوی، تا مجبوروی چه داسی کارونه وکړی چه ته هغه نه غواړی
- تا مجبوروی چه یو رفتار او کردار یا د ژوند طریقه مراعات کړی
- تا کوم جنسی عمل ته مجبوروی
- ستا اقتصاد تر خپل کنټرول لاندی نیسی
ته د دفاع او مرستی حق لری
په نژدی اړیکو کی د هرچا سره کیدای شی د تاوتريخوالي نه کار واخیستل شی. که ستا سره د تاوتريخوالي نه کار اخیستل کیږی نو د معلومات، دفاع او مرستی حق لری او باید ستا سره په احترام او خواخوږی چلند وشی. ته د دی شیانو حق لری. که ته ماشومان لری نو همدا شان ماشومان هم د ددی حق لری.
تا ته په لاندی ډول کیدای شی مرسته وشی
- د مرستی خبری کول
- ساتنه او موقتی کور
- د نورو مقاماتو، د مثال په توګه پولیس سره د تماس لپاره مرسته
زمونږ سره تماس ونیسه، مونږ کولای شو ستاسره مرسته وکړو. که ته غواړی ته کولای شی خپل هویت پټ وساتی.
د عاجل خطر په صورت کی تل ۱۱۲ ته زنګ وهه.
تماس ونیسه:
- فعالیت: Kriscentrum för kvinnor
- بریښنالیک: kriscentrum.for.kvinnor@socialcentrum.goteborg.se
- د تیلفون شمیره: 031-367 93 80
- انترنیټی پاڼه: goteborg.se/kriscentrumforkvinnor
- د لیدنی کتنی پته: Carl Grimbergsgatan 7