Pashto


Är du utsatt för våld i en nära relation? - Pashto

 

آیاتاسی په نژدی اړیکو کی له تاوتریخوالی سره مخامخ یاست؟

په نژدی اړیکو کی تاوتريخوالي کیدای شی ډول ډول شیان وی. کله دا د ژوند یو شریک وی چه داسی چلند کوی. کله کله دا نور خپلوان وی. کیدای شی چه ماشومان د خپل پلار او مور سره داسی چلند کوی. خشونت کیدای شی هم روحی هم فزیکی او هم جنسی وی. دا داسی وی چه یو کس:

  • تا ته کنځاوی یا بدی خبری کوی یا ته اوری چه ته بده او ستونزمنه یی
  • تا ټیله کوی، وهی، په لغتو د وهی یا تا ته په کوم بل ډول زیان رسوی
  • تا کنټرولوی او تا محدودوی، تا مجبوروی چه داسی کارونه وکړی چه ته هغه نه غواړی
  • تا مجبوروی چه یو رفتار او کردار یا د ژوند طریقه مراعات کړی
  • تا کوم جنسی عمل ته مجبوروی
  • ستا اقتصاد تر خپل کنټرول لاندی نیسی

ته د دفاع او مرستی حق لری

په نژدی اړیکو کی د هرچا سره کیدای شی د تاوتريخوالي نه کار واخیستل شی. که ستا سره د تاوتريخوالي نه کار اخیستل کیږی نو د معلومات، دفاع او مرستی حق لری او باید ستا سره په احترام او خواخوږی چلند وشی. ته د دی شیانو حق لری. که ته ماشومان لری نو همدا شان ماشومان هم د ددی حق لری.

تا ته په لاندی ډول کیدای شی مرسته وشی

  • د مرستی خبری کول
  • ساتنه او موقتی کور
  • د نورو مقاماتو، د مثال په توګه پولیس سره د تماس لپاره مرسته

زمونږ سره تماس ونیسه، مونږ کولای شو ستاسره مرسته وکړو. که ته غواړی ته کولای شی خپل هویت پټ وساتی.

د عاجل خطر په صورت کی تل ۱۱۲ ته زنګ وهه.

تماس ونیسه:

  • فعالیت: Kriscentrum för kvinnor
  • بریښنالیک: kriscentrum.for.kvinnor@socialcentrum.goteborg.se
  • د تیلفون شمیره: 031-367 93 80
  • انترنیټی پاڼه: goteborg.se/kriscentrumforkvinnor
  • د لیدنی کتنی پته: Carl Grimbergsgatan 7